0:00:00.964,0:00:02.404 زه چي يوولس کلنه وم، 0:00:02.404,0:00:06.966 زما په یاد دي چې یوه ورځ پخپل کور کې[br]د خوشالۍ پر غږونو را و ویښه شوم. 0:00:06.966,0:00:09.437 زما پلار د بي بي سي خبرونه اورېدل 0:00:09.437,0:00:13.611 له خپلې وړوکې، خړې رېډيو څخه 0:00:13.611,0:00:16.487 د هغه په مخ پراخه موسکا وه [br]چې هغه وختونو کې یوه غېرمعمولي خبره وه، 0:00:16.487,0:00:20.458 ځکه چې خبرونو به هغه اکثره وخت خپه کاوه. 0:00:20.458,0:00:25.343 "طالبان لاړل." زما پلار په چيغه ووېل. 0:00:25.343,0:00:27.931 زه د دې خبرې په مانا نه پوهېدم، 0:00:27.931,0:00:33.117 خو ما لیدل چې پلار مې ډېر زیات خوشاله و. 0:00:33.117,0:00:41.628 هغه وويل: "ته اوس سم ښوونځي ته تللاى شې." 0:00:41.628,0:00:46.797 هغه سهار به مې کله هم هېر نه شي. 0:00:46.797,0:00:51.965 سم ښوونځي. 0:00:51.965,0:00:55.073 زه شپږکلنه وم، چې طالبانو افغانستان ونیو 0:00:55.073,0:00:58.596 او د جینکو تعلیم يې غېرقانوني وګرځاوه 0:00:58.596,0:01:01.704 نو تر راتلونکو پينځو کالونو پورې به[br]زه د هلکانو په جامو کې 0:01:01.704,0:01:04.215 له خپلې مشرې خور سره، [br]چې هغې ته اوس د کور نه د وتلو اجازه نه وه، 0:01:04.215,0:01:09.629 یوه پټ ښوونځي ته تلم. 0:01:09.629,0:01:14.254 يواځې همدا طریقه وه [br]چې موږ زدکړې ترلاسه کولاى شوې. 0:01:14.254,0:01:17.488 موږ به هره ورځ په یوه بله لاره تللو 0:01:17.488,0:01:21.511 چې څوک شک ونه کړي چې موږ چېرې تللو. 0:01:21.511,0:01:23.705 موږ به خپل کتابونه د سودا په کڅوړو کې پټول 0:01:23.705,0:01:29.841 نو داسې به ښکارېده [br]چي ګواکې موږ د سودا لپاره روانې یو. 0:01:29.841,0:01:32.217 ښوونځی په یوه کور کې و، 0:01:32.217,0:01:37.880 شاوخوا سل جينکۍ به په یوې کوټې ورننوتې وو. 0:01:37.880,0:01:43.730 په ژمي به هغه ځای تود و[br]خو په اوړي به ډېر زیات ګرم و. 0:01:43.730,0:01:46.251 موږ ټول پوهېدو چې خپل ژوند مو په خطر کې اچولى 0:01:46.251,0:01:50.605 که استاذان وو، که زده کوونکې او که ميندې پلرونه وو. 0:01:50.605,0:01:52.978 وخت په وخت به مو ښوونځى [br]ناڅاپه تر یوې اوونۍ بند کړل شو 0:01:52.978,0:01:56.894 ځکه چې طالبان پرې شکمن شوي وو. 0:01:56.894,0:01:59.674 موږ به تل حيرانې وو چې دوى په موږ څه خبر شول. 0:01:59.674,0:02:02.706 آیا دوى موږ تعقیبوي؟ 0:02:02.706,0:02:06.238 آیا دوى خبر دي چې موږ چېرې اوسېږو؟ 0:02:06.238,0:02:08.896 موږ به وېرېدلو 0:02:08.896,0:02:15.822 خو بیا هم ښوونځی هملته و، چې موږ ورتلل غوښتل. 0:02:15.822,0:02:19.562 زه بختوره يم چي په داسې کورنۍ کې لويه شوې یم 0:02:19.562,0:02:25.809 چې د تعلیم قدر پکې کېده او لوڼه پکې نازول کېدې. 0:02:25.809,0:02:30.960 زما نیکه د خپل وخت یو غيرعادي سړی و. 0:02:30.960,0:02:34.439 هغه د افغانستان د یوه لرې ولایت[br]یو بیخي بېکسه سړى و 0:02:34.439,0:02:37.935 هغه به ټینګار کاوه چې د هغه لور، زما مور 0:02:37.935,0:02:44.348 بايد ښوونځي ته ځي، ځکه هغه خپل پلار[br]له ځانه پردى کړی و. 0:02:44.348,0:02:47.858 خو زما تعلیم یافته مور ښوونکې شوه 0:02:47.858,0:02:50.884 وګورئ! هاغه ده 0:02:50.884,0:02:53.551 هغه دوه کاله مخکې تقاعد (ریټایر) شوه 0:02:53.551,0:02:58.929 يواځې د دې لپاره چې زموږ کور [br]د ګاونډ د جینکو او ښځو لپاره په ښوونځي بدل کړي 0:02:58.929,0:03:03.317 او زما پلار – ګورئ دغه دى 0:03:03.317,0:03:10.218 هغه پخپله کورنۍ کې لومړی کس و[br]چې زدکړې يې کړې وې 0:03:10.218,0:03:12.327 دا خبره یقیني وه چې د هغه بچیان به 0:03:12.327,0:03:17.416 تعلیمونه کوي، د لوڼو په ګډون 0:03:17.416,0:03:21.836 برسېره پر دې چي طالبان وو او خطرونه وو 0:03:21.836,0:03:30.182 هغه خپلو بچو ته په تعلیم نه ورکولو کې[br]زیات خطرونه ليدل 0:03:30.182,0:03:33.310 د طالبانو په وخت کې، زما په یاد دي 0:03:33.310,0:03:38.403 زه به کله کله له ژونده ډېره ناهيلې شوم 0:03:38.403,0:03:42.355 او زه به تل ډېره وېرېدم او ما خپل راتلونکى نه لیده 0:03:42.355,0:03:45.409 ما به غوښتل چي ښوونځی پرېږدم 0:03:45.409,0:03:48.545 خو، زما پلار 0:03:48.545,0:03:51.054 هغه به ويل 0:03:51.054,0:03:53.159 - واوره، زما لورکۍ 0:03:53.159,0:03:56.475 تا نه د ژوند هر یو څیز ورکېدای شي. 0:03:56.475,0:04:00.680 ستا پېسې غلا کېداى شي. چې جنګ شي نو[br]کور پرېښودو ته مجبوره کېداى شې 0:04:00.680,0:04:03.461 خو هغه یو څیز چې تل به له تا سره وي 0:04:03.461,0:04:06.769 هغه دلته دی 0:04:06.769,0:04:11.685 او که د ستا د ښوونځي د فیس ورکولو لپاره[br]موږ د خپلې وینې خرڅولو ته هم اړ شو 0:04:11.685,0:04:14.906 موږ به يې خرڅه کړو 0:04:14.906,0:04:19.988 نو اوس هم ته نه غواړې تعلیم ته دوام ورکړې؟ 0:04:19.988,0:04:23.116 نن زه دوه ويشت کلنه يم 0:04:23.116,0:04:25.886 زه په یوه داسې هېواد کې را لویه شوې یم 0:04:25.886,0:04:29.056 چې د لسیزو اوږدو جګړو تباه کړی دی 0:04:29.056,0:04:34.197 زما په همځولو کې تر شپږ فيصده کمې جینکۍ[br]تر عالي لیسې وړاندې نه دي تللې 0:04:34.197,0:04:36.662 او که زما کورنۍ پر تعلیم کلکه نه واى درېدلې 0:04:36.662,0:04:39.266 زه به اوس د هغوى په شان وم 0:04:39.266,0:04:44.581 خو برعکس، زه دلته د ميډلبري کالج [br]د فارغې په توګه په ویاړ ولاړه یم 0:04:44.581,0:04:54.594 (د ستاينې چکچکې) 0:04:54.594,0:04:57.542 زه چې افغانستان ته ستنه شوم 0:04:57.542,0:05:02.121 زما نیکه، هغه سړی چې د خپلو لوڼو د تعلیم يافته کولو[br]په جرم له خپل کوره شړل شوی و 0:05:02.121,0:05:05.615 لومړى کس و، چې ما ته يې مبارکي وويله 0:05:05.615,0:05:08.245 هغه نه یواځې زما د کالج ډګري په وياړ وستايله 0:05:08.245,0:05:10.454 بلکې دا هم چې زه لومړۍ جینۍ وم [br]چې داسې ډګري مي اخيستې 0:05:10.454,0:05:12.176 او دا هم چې زه لومړۍ جینۍ یم چې 0:05:12.176,0:05:15.678 هغه مي د کابل په کوڅو کې [br]په موټر کې وګرځاوه، چې ما چلاوه 0:05:15.678,0:05:21.040 (د ستاينې چکچې) 0:05:21.040,0:05:23.689 زما کورنۍ پر ما باور لري 0:05:23.689,0:05:28.639 زه لوی خوبونه وینم، خو زما کورنۍ[br]زما لپاره تر ما هم ستر خوبونه ویني 0:05:28.639,0:05:33.106 ځکه خو د ۱۰×۱۰ لپاره نړېواله سفیره یم 0:05:33.106,0:05:35.870 چې د ښځو د تعلیم لپاره نړېواله مبارزه ده 0:05:35.870,0:05:38.449 ځکه خو ما د (سولې) بنسټ کښېښود 0:05:38.449,0:05:40.916 چې په افغانستان کې لومړنى او شاید یواځینى[br]د جینکو ښوونځی دی 0:05:40.916,0:05:42.645 چې استوګنځای هم لري 0:05:42.645,0:05:48.282 په داسې يوه هېواد کې چې اوس هم [br]د جینکو د زدکړو لپاره خوندي نه دی 0:05:48.282,0:05:52.047 ډېره خوشالوونکې خبره دا ده چې زه [br]پخپل ښوونځي کې داسې زده کوونکې وینم 0:05:52.047,0:05:57.675 چې په ډېر همت سره له هرې موقعې ګټه اخلي 0:05:57.675,0:06:00.602 او زه د هغوى ميندې پلرونه وینم 0:06:00.602,0:06:05.180 په خاصه توګه پلرونه، چې زما د پلار په شان 0:06:05.180,0:06:14.112 پر سختو مخالفتونو برسېره، د خپلو لوڼو ملاتړ کوي 0:06:14.112,0:06:16.818 د مثال په توګه احمد: دا د هغه اصل نوم نه دی 0:06:16.818,0:06:19.446 او زه نه شم کولای د هغه څېره تاسو ته وښيم 0:06:19.446,0:06:23.091 خو احمد زما د يوې شاګردې پلار دی 0:06:23.091,0:06:26.927 تر یوې میاشتې کم وخت مخکې، دوى 0:06:26.927,0:06:30.261 له (سوله) ښوونځي خپل کلي ته روان وو 0:06:30.261,0:06:36.754 او د سړک پر غاړه له ښخ شوي بم نه 0:06:36.754,0:06:41.536 یو څو مينټه لرې وو، چې هغه و چاودېد 0:06:41.536,0:06:44.939 احمد چي کور ته ورسېد، ټيليفون ورته راغی 0:06:44.939,0:06:47.634 يو کس غږېده، چې هغه ته يې اخطار ورکاوه 0:06:47.634,0:06:51.029 چې که خپله لور يې بیا ښوونځي ته واستوله 0:06:51.029,0:06:53.806 نو دوى به بل برید پرې وکړي 0:06:53.806,0:06:57.708 هغه ورته وويل: "که غواړې، اوس مې و وژنه 0:06:57.708,0:07:01.602 خو زه د خپلې لور راتلونکى نه شم خرابولاى 0:07:01.602,0:07:06.434 ستاسو په زړو او تيارو فکرونو 0:07:06.434,0:07:08.803 د افغانستان په اړه چي زه پوهه شوې یم[br]هغه څه دي چي 0:07:08.803,0:07:12.323 په غرب کې اکثر له پامه غورځول کیږي 0:07:12.323,0:07:15.546 په موږ کې اکثره جینکۍ چې بریالۍ شوې[br]دا د پلرونو برکت دي 0:07:15.546,0:07:22.909 ځکه پلرونه دا مني، چي لوڼې هم قدر لري 0:07:22.909,0:07:27.536 او د هغوي بریا خپله بریا ګڼي 0:07:27.536,0:07:31.474 زه دا نه وايم چې زموږ ميندې [br]زموږ په بریا کې هېڅ رول نه لري 0:07:31.474,0:07:36.010 په حقیقت، اکثر ميندې وي چې د لور د ځلانده اینده لپاره 0:07:36.010,0:07:39.350 لومړۍ خبره وړاندې کوي او په نورو يې مني 0:07:39.350,0:07:42.761 خو د افغانستان په شان يوه ټولنه کې 0:07:42.761,0:07:46.181 موږ بايد د سړيو ملاتړ و لرو 0:07:46.181,0:07:49.731 د طالبانو په حکومت کې [br]ښوونځو ته د تلونکو جینکو شمېر 0:07:49.731,0:07:51.523 په سلګونو وو 0:07:51.523,0:07:53.861 په یاد ولرئ، د جینکو زدکړې غيرقانوني وې 0:07:53.861,0:07:59.353 خو نن، په افغانستان کې تر درې میلیونه زیاتې [br]جینکۍ په ښوونځیو کې دي 0:07:59.353,0:08:06.600 (چکچکې) 0:08:06.600,0:08:12.751 افغانستان دلته له امریکې ډېر بل ډول ښکاري 0:08:12.751,0:08:17.723 زه اورم، امریکایان دا بدلونونه کلک نه ګڼي 0:08:17.723,0:08:20.773 زه وېرېږم چې دا بدلونونه به [br]د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته 0:08:20.773,0:08:25.265 زیات وخت دوام و نه لري 0:08:25.265,0:08:28.918 خو کله چې زه بيرته افغانستان ته لاړه شم 0:08:28.918,0:08:33.703 کله چي د خپل ښوونځي زده کوونکې ووینم 0:08:33.703,0:08:36.343 او د هغوى ميندې پلرونه چې د هغوى ملاتړ کوي 0:08:36.343,0:08:40.810 هغوى ته حوصله ورکوي، نو يو هيله من سباوون 0:08:40.810,0:08:44.110 او دوام لرونکي بدلونونه وینم 0:08:44.110,0:08:52.577 زما لپاره افغانستان له هیلو او [br]لامحدوده امکاناتو ډک هېواد دی 0:08:52.577,0:08:55.989 او هره ورځ 0:08:55.989,0:08:59.397 د (سوله) ښوونځي جینکۍ ما ته دا خبره کوي 0:08:59.397,0:09:02.604 چې زما غوندې هغوى هم لوی خوبونه ویني 0:09:02.604,0:09:04.315 مننه. 0:09:04.315,0:09:15.192 (د ستاينې چکچکې)