1 00:00:00,964 --> 00:00:02,404 زه چي يوولس کلنه وم، 2 00:00:02,404 --> 00:00:06,966 زما په یاد دي چې یوه ورځ پخپل کور کې د خوشالۍ پر غږونو را و ویښه شوم. 3 00:00:06,966 --> 00:00:09,437 زما پلار د بي بي سي خبرونه اورېدل 4 00:00:09,437 --> 00:00:13,611 له خپلې وړوکې، خړې رېډيو څخه 5 00:00:13,611 --> 00:00:16,487 د هغه په مخ پراخه موسکا وه چې هغه وختونو کې یوه غېرمعمولي خبره وه، 6 00:00:16,487 --> 00:00:20,458 ځکه چې خبرونو به هغه اکثره وخت خپه کاوه. 7 00:00:20,458 --> 00:00:25,343 "طالبان لاړل." زما پلار په چيغه ووېل. 8 00:00:25,343 --> 00:00:27,931 زه د دې خبرې په مانا نه پوهېدم، 9 00:00:27,931 --> 00:00:33,117 خو ما لیدل چې پلار مې ډېر زیات خوشاله و. 10 00:00:33,117 --> 00:00:41,628 هغه وويل: "ته اوس سم ښوونځي ته تللاى شې." 11 00:00:41,628 --> 00:00:46,797 هغه سهار به مې کله هم هېر نه شي. 12 00:00:46,797 --> 00:00:51,965 سم ښوونځي. 13 00:00:51,965 --> 00:00:55,073 زه شپږکلنه وم، چې طالبانو افغانستان ونیو 14 00:00:55,073 --> 00:00:58,596 او د جینکو تعلیم يې غېرقانوني وګرځاوه 15 00:00:58,596 --> 00:01:01,704 نو تر راتلونکو پينځو کالونو پورې به زه د هلکانو په جامو کې 16 00:01:01,704 --> 00:01:04,215 له خپلې مشرې خور سره، چې هغې ته اوس د کور نه د وتلو اجازه نه وه، 17 00:01:04,215 --> 00:01:09,629 یوه پټ ښوونځي ته تلم. 18 00:01:09,629 --> 00:01:14,254 يواځې همدا طریقه وه چې موږ زدکړې ترلاسه کولاى شوې. 19 00:01:14,254 --> 00:01:17,488 موږ به هره ورځ په یوه بله لاره تللو 20 00:01:17,488 --> 00:01:21,511 چې څوک شک ونه کړي چې موږ چېرې تللو. 21 00:01:21,511 --> 00:01:23,705 موږ به خپل کتابونه د سودا په کڅوړو کې پټول 22 00:01:23,705 --> 00:01:29,841 نو داسې به ښکارېده چي ګواکې موږ د سودا لپاره روانې یو. 23 00:01:29,841 --> 00:01:32,217 ښوونځی په یوه کور کې و، 24 00:01:32,217 --> 00:01:37,880 شاوخوا سل جينکۍ به په یوې کوټې ورننوتې وو. 25 00:01:37,880 --> 00:01:43,730 په ژمي به هغه ځای تود و خو په اوړي به ډېر زیات ګرم و. 26 00:01:43,730 --> 00:01:46,251 موږ ټول پوهېدو چې خپل ژوند مو په خطر کې اچولى 27 00:01:46,251 --> 00:01:50,605 که استاذان وو، که زده کوونکې او که ميندې پلرونه وو. 28 00:01:50,605 --> 00:01:52,978 وخت په وخت به مو ښوونځى ناڅاپه تر یوې اوونۍ بند کړل شو 29 00:01:52,978 --> 00:01:56,894 ځکه چې طالبان پرې شکمن شوي وو. 30 00:01:56,894 --> 00:01:59,674 موږ به تل حيرانې وو چې دوى په موږ څه خبر شول. 31 00:01:59,674 --> 00:02:02,706 آیا دوى موږ تعقیبوي؟ 32 00:02:02,706 --> 00:02:06,238 آیا دوى خبر دي چې موږ چېرې اوسېږو؟ 33 00:02:06,238 --> 00:02:08,896 موږ به وېرېدلو 34 00:02:08,896 --> 00:02:15,822 خو بیا هم ښوونځی هملته و، چې موږ ورتلل غوښتل. 35 00:02:15,822 --> 00:02:19,562 زه بختوره يم چي په داسې کورنۍ کې لويه شوې یم 36 00:02:19,562 --> 00:02:25,809 چې د تعلیم قدر پکې کېده او لوڼه پکې نازول کېدې. 37 00:02:25,809 --> 00:02:30,960 زما نیکه د خپل وخت یو غيرعادي سړی و. 38 00:02:30,960 --> 00:02:34,439 هغه د افغانستان د یوه لرې ولایت یو بیخي بېکسه سړى و 39 00:02:34,439 --> 00:02:37,935 هغه به ټینګار کاوه چې د هغه لور، زما مور 40 00:02:37,935 --> 00:02:44,348 بايد ښوونځي ته ځي، ځکه هغه خپل پلار له ځانه پردى کړی و. 41 00:02:44,348 --> 00:02:47,858 خو زما تعلیم یافته مور ښوونکې شوه 42 00:02:47,858 --> 00:02:50,884 وګورئ! هاغه ده 43 00:02:50,884 --> 00:02:53,551 هغه دوه کاله مخکې تقاعد (ریټایر) شوه 44 00:02:53,551 --> 00:02:58,929 يواځې د دې لپاره چې زموږ کور د ګاونډ د جینکو او ښځو لپاره په ښوونځي بدل کړي 45 00:02:58,929 --> 00:03:03,317 او زما پلار – ګورئ دغه دى 46 00:03:03,317 --> 00:03:10,218 هغه پخپله کورنۍ کې لومړی کس و چې زدکړې يې کړې وې 47 00:03:10,218 --> 00:03:12,327 دا خبره یقیني وه چې د هغه بچیان به 48 00:03:12,327 --> 00:03:17,416 تعلیمونه کوي، د لوڼو په ګډون 49 00:03:17,416 --> 00:03:21,836 برسېره پر دې چي طالبان وو او خطرونه وو 50 00:03:21,836 --> 00:03:30,182 هغه خپلو بچو ته په تعلیم نه ورکولو کې زیات خطرونه ليدل 51 00:03:30,182 --> 00:03:33,310 د طالبانو په وخت کې، زما په یاد دي 52 00:03:33,310 --> 00:03:38,403 زه به کله کله له ژونده ډېره ناهيلې شوم 53 00:03:38,403 --> 00:03:42,355 او زه به تل ډېره وېرېدم او ما خپل راتلونکى نه لیده 54 00:03:42,355 --> 00:03:45,409 ما به غوښتل چي ښوونځی پرېږدم 55 00:03:45,409 --> 00:03:48,545 خو، زما پلار 56 00:03:48,545 --> 00:03:51,054 هغه به ويل 57 00:03:51,054 --> 00:03:53,159 - واوره، زما لورکۍ 58 00:03:53,159 --> 00:03:56,475 تا نه د ژوند هر یو څیز ورکېدای شي. 59 00:03:56,475 --> 00:04:00,680 ستا پېسې غلا کېداى شي. چې جنګ شي نو کور پرېښودو ته مجبوره کېداى شې 60 00:04:00,680 --> 00:04:03,461 خو هغه یو څیز چې تل به له تا سره وي 61 00:04:03,461 --> 00:04:06,769 هغه دلته دی 62 00:04:06,769 --> 00:04:11,685 او که د ستا د ښوونځي د فیس ورکولو لپاره موږ د خپلې وینې خرڅولو ته هم اړ شو 63 00:04:11,685 --> 00:04:14,906 موږ به يې خرڅه کړو 64 00:04:14,906 --> 00:04:19,988 نو اوس هم ته نه غواړې تعلیم ته دوام ورکړې؟ 65 00:04:19,988 --> 00:04:23,116 نن زه دوه ويشت کلنه يم 66 00:04:23,116 --> 00:04:25,886 زه په یوه داسې هېواد کې را لویه شوې یم 67 00:04:25,886 --> 00:04:29,056 چې د لسیزو اوږدو جګړو تباه کړی دی 68 00:04:29,056 --> 00:04:34,197 زما په همځولو کې تر شپږ فيصده کمې جینکۍ تر عالي لیسې وړاندې نه دي تللې 69 00:04:34,197 --> 00:04:36,662 او که زما کورنۍ پر تعلیم کلکه نه واى درېدلې 70 00:04:36,662 --> 00:04:39,266 زه به اوس د هغوى په شان وم 71 00:04:39,266 --> 00:04:44,581 خو برعکس، زه دلته د ميډلبري کالج د فارغې په توګه په ویاړ ولاړه یم 72 00:04:44,581 --> 00:04:54,594 (د ستاينې چکچکې) 73 00:04:54,594 --> 00:04:57,542 زه چې افغانستان ته ستنه شوم 74 00:04:57,542 --> 00:05:02,121 زما نیکه، هغه سړی چې د خپلو لوڼو د تعلیم يافته کولو په جرم له خپل کوره شړل شوی و 75 00:05:02,121 --> 00:05:05,615 لومړى کس و، چې ما ته يې مبارکي وويله 76 00:05:05,615 --> 00:05:08,245 هغه نه یواځې زما د کالج ډګري په وياړ وستايله 77 00:05:08,245 --> 00:05:10,454 بلکې دا هم چې زه لومړۍ جینۍ وم چې داسې ډګري مي اخيستې 78 00:05:10,454 --> 00:05:12,176 او دا هم چې زه لومړۍ جینۍ یم چې 79 00:05:12,176 --> 00:05:15,678 هغه مي د کابل په کوڅو کې په موټر کې وګرځاوه، چې ما چلاوه 80 00:05:15,678 --> 00:05:21,040 (د ستاينې چکچې) 81 00:05:21,040 --> 00:05:23,689 زما کورنۍ پر ما باور لري 82 00:05:23,689 --> 00:05:28,639 زه لوی خوبونه وینم، خو زما کورنۍ زما لپاره تر ما هم ستر خوبونه ویني 83 00:05:28,639 --> 00:05:33,106 ځکه خو د ۱۰×۱۰ لپاره نړېواله سفیره یم 84 00:05:33,106 --> 00:05:35,870 چې د ښځو د تعلیم لپاره نړېواله مبارزه ده 85 00:05:35,870 --> 00:05:38,449 ځکه خو ما د (سولې) بنسټ کښېښود 86 00:05:38,449 --> 00:05:40,916 چې په افغانستان کې لومړنى او شاید یواځینى د جینکو ښوونځی دی 87 00:05:40,916 --> 00:05:42,645 چې استوګنځای هم لري 88 00:05:42,645 --> 00:05:48,282 په داسې يوه هېواد کې چې اوس هم د جینکو د زدکړو لپاره خوندي نه دی 89 00:05:48,282 --> 00:05:52,047 ډېره خوشالوونکې خبره دا ده چې زه پخپل ښوونځي کې داسې زده کوونکې وینم 90 00:05:52,047 --> 00:05:57,675 چې په ډېر همت سره له هرې موقعې ګټه اخلي 91 00:05:57,675 --> 00:06:00,602 او زه د هغوى ميندې پلرونه وینم 92 00:06:00,602 --> 00:06:05,180 په خاصه توګه پلرونه، چې زما د پلار په شان 93 00:06:05,180 --> 00:06:14,112 پر سختو مخالفتونو برسېره، د خپلو لوڼو ملاتړ کوي 94 00:06:14,112 --> 00:06:16,818 د مثال په توګه احمد: دا د هغه اصل نوم نه دی 95 00:06:16,818 --> 00:06:19,446 او زه نه شم کولای د هغه څېره تاسو ته وښيم 96 00:06:19,446 --> 00:06:23,091 خو احمد زما د يوې شاګردې پلار دی 97 00:06:23,091 --> 00:06:26,927 تر یوې میاشتې کم وخت مخکې، دوى 98 00:06:26,927 --> 00:06:30,261 له (سوله) ښوونځي خپل کلي ته روان وو 99 00:06:30,261 --> 00:06:36,754 او د سړک پر غاړه له ښخ شوي بم نه 100 00:06:36,754 --> 00:06:41,536 یو څو مينټه لرې وو، چې هغه و چاودېد 101 00:06:41,536 --> 00:06:44,939 احمد چي کور ته ورسېد، ټيليفون ورته راغی 102 00:06:44,939 --> 00:06:47,634 يو کس غږېده، چې هغه ته يې اخطار ورکاوه 103 00:06:47,634 --> 00:06:51,029 چې که خپله لور يې بیا ښوونځي ته واستوله 104 00:06:51,029 --> 00:06:53,806 نو دوى به بل برید پرې وکړي 105 00:06:53,806 --> 00:06:57,708 هغه ورته وويل: "که غواړې، اوس مې و وژنه 106 00:06:57,708 --> 00:07:01,602 خو زه د خپلې لور راتلونکى نه شم خرابولاى 107 00:07:01,602 --> 00:07:06,434 ستاسو په زړو او تيارو فکرونو 108 00:07:06,434 --> 00:07:08,803 د افغانستان په اړه چي زه پوهه شوې یم هغه څه دي چي 109 00:07:08,803 --> 00:07:12,323 په غرب کې اکثر له پامه غورځول کیږي 110 00:07:12,323 --> 00:07:15,546 په موږ کې اکثره جینکۍ چې بریالۍ شوې دا د پلرونو برکت دي 111 00:07:15,546 --> 00:07:22,909 ځکه پلرونه دا مني، چي لوڼې هم قدر لري 112 00:07:22,909 --> 00:07:27,536 او د هغوي بریا خپله بریا ګڼي 113 00:07:27,536 --> 00:07:31,474 زه دا نه وايم چې زموږ ميندې زموږ په بریا کې هېڅ رول نه لري 114 00:07:31,474 --> 00:07:36,010 په حقیقت، اکثر ميندې وي چې د لور د ځلانده اینده لپاره 115 00:07:36,010 --> 00:07:39,350 لومړۍ خبره وړاندې کوي او په نورو يې مني 116 00:07:39,350 --> 00:07:42,761 خو د افغانستان په شان يوه ټولنه کې 117 00:07:42,761 --> 00:07:46,181 موږ بايد د سړيو ملاتړ و لرو 118 00:07:46,181 --> 00:07:49,731 د طالبانو په حکومت کې ښوونځو ته د تلونکو جینکو شمېر 119 00:07:49,731 --> 00:07:51,523 په سلګونو وو 120 00:07:51,523 --> 00:07:53,861 په یاد ولرئ، د جینکو زدکړې غيرقانوني وې 121 00:07:53,861 --> 00:07:59,353 خو نن، په افغانستان کې تر درې میلیونه زیاتې جینکۍ په ښوونځیو کې دي 122 00:07:59,353 --> 00:08:06,600 (چکچکې) 123 00:08:06,600 --> 00:08:12,751 افغانستان دلته له امریکې ډېر بل ډول ښکاري 124 00:08:12,751 --> 00:08:17,723 زه اورم، امریکایان دا بدلونونه کلک نه ګڼي 125 00:08:17,723 --> 00:08:20,773 زه وېرېږم چې دا بدلونونه به د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته 126 00:08:20,773 --> 00:08:25,265 زیات وخت دوام و نه لري 127 00:08:25,265 --> 00:08:28,918 خو کله چې زه بيرته افغانستان ته لاړه شم 128 00:08:28,918 --> 00:08:33,703 کله چي د خپل ښوونځي زده کوونکې ووینم 129 00:08:33,703 --> 00:08:36,343 او د هغوى ميندې پلرونه چې د هغوى ملاتړ کوي 130 00:08:36,343 --> 00:08:40,810 هغوى ته حوصله ورکوي، نو يو هيله من سباوون 131 00:08:40,810 --> 00:08:44,110 او دوام لرونکي بدلونونه وینم 132 00:08:44,110 --> 00:08:52,577 زما لپاره افغانستان له هیلو او لامحدوده امکاناتو ډک هېواد دی 133 00:08:52,577 --> 00:08:55,989 او هره ورځ 134 00:08:55,989 --> 00:08:59,397 د (سوله) ښوونځي جینکۍ ما ته دا خبره کوي 135 00:08:59,397 --> 00:09:02,604 چې زما غوندې هغوى هم لوی خوبونه ویني 136 00:09:02,604 --> 00:09:04,315 مننه. 137 00:09:04,315 --> 00:09:15,192 (د ستاينې چکچکې)