د افغانو جینکو د باسواده کولو جرئت
-
0:01 - 0:02زه چي يوولس کلنه وم،
-
0:02 - 0:07زما په یاد دي چې یوه ورځ پخپل کور کې
د خوشالۍ پر غږونو را و ویښه شوم. -
0:07 - 0:09زما پلار د بي بي سي خبرونه اورېدل
-
0:09 - 0:14له خپلې وړوکې، خړې رېډيو څخه
-
0:14 - 0:16د هغه په مخ پراخه موسکا وه
چې هغه وختونو کې یوه غېرمعمولي خبره وه، -
0:16 - 0:20ځکه چې خبرونو به هغه اکثره وخت خپه کاوه.
-
0:20 - 0:25"طالبان لاړل." زما پلار په چيغه ووېل.
-
0:25 - 0:28زه د دې خبرې په مانا نه پوهېدم،
-
0:28 - 0:33خو ما لیدل چې پلار مې ډېر زیات خوشاله و.
-
0:33 - 0:42هغه وويل: "ته اوس سم ښوونځي ته تللاى شې."
-
0:42 - 0:47هغه سهار به مې کله هم هېر نه شي.
-
0:47 - 0:52سم ښوونځي.
-
0:52 - 0:55زه شپږکلنه وم، چې طالبانو افغانستان ونیو
-
0:55 - 0:59او د جینکو تعلیم يې غېرقانوني وګرځاوه
-
0:59 - 1:02نو تر راتلونکو پينځو کالونو پورې به
زه د هلکانو په جامو کې -
1:02 - 1:04له خپلې مشرې خور سره،
چې هغې ته اوس د کور نه د وتلو اجازه نه وه، -
1:04 - 1:10یوه پټ ښوونځي ته تلم.
-
1:10 - 1:14يواځې همدا طریقه وه
چې موږ زدکړې ترلاسه کولاى شوې. -
1:14 - 1:17موږ به هره ورځ په یوه بله لاره تللو
-
1:17 - 1:22چې څوک شک ونه کړي چې موږ چېرې تللو.
-
1:22 - 1:24موږ به خپل کتابونه د سودا په کڅوړو کې پټول
-
1:24 - 1:30نو داسې به ښکارېده
چي ګواکې موږ د سودا لپاره روانې یو. -
1:30 - 1:32ښوونځی په یوه کور کې و،
-
1:32 - 1:38شاوخوا سل جينکۍ به په یوې کوټې ورننوتې وو.
-
1:38 - 1:44په ژمي به هغه ځای تود و
خو په اوړي به ډېر زیات ګرم و. -
1:44 - 1:46موږ ټول پوهېدو چې خپل ژوند مو په خطر کې اچولى
-
1:46 - 1:51که استاذان وو، که زده کوونکې او که ميندې پلرونه وو.
-
1:51 - 1:53وخت په وخت به مو ښوونځى
ناڅاپه تر یوې اوونۍ بند کړل شو -
1:53 - 1:57ځکه چې طالبان پرې شکمن شوي وو.
-
1:57 - 2:00موږ به تل حيرانې وو چې دوى په موږ څه خبر شول.
-
2:00 - 2:03آیا دوى موږ تعقیبوي؟
-
2:03 - 2:06آیا دوى خبر دي چې موږ چېرې اوسېږو؟
-
2:06 - 2:09موږ به وېرېدلو
-
2:09 - 2:16خو بیا هم ښوونځی هملته و، چې موږ ورتلل غوښتل.
-
2:16 - 2:20زه بختوره يم چي په داسې کورنۍ کې لويه شوې یم
-
2:20 - 2:26چې د تعلیم قدر پکې کېده او لوڼه پکې نازول کېدې.
-
2:26 - 2:31زما نیکه د خپل وخت یو غيرعادي سړی و.
-
2:31 - 2:34هغه د افغانستان د یوه لرې ولایت
یو بیخي بېکسه سړى و -
2:34 - 2:38هغه به ټینګار کاوه چې د هغه لور، زما مور
-
2:38 - 2:44بايد ښوونځي ته ځي، ځکه هغه خپل پلار
له ځانه پردى کړی و. -
2:44 - 2:48خو زما تعلیم یافته مور ښوونکې شوه
-
2:48 - 2:51وګورئ! هاغه ده
-
2:51 - 2:54هغه دوه کاله مخکې تقاعد (ریټایر) شوه
-
2:54 - 2:59يواځې د دې لپاره چې زموږ کور
د ګاونډ د جینکو او ښځو لپاره په ښوونځي بدل کړي -
2:59 - 3:03او زما پلار – ګورئ دغه دى
-
3:03 - 3:10هغه پخپله کورنۍ کې لومړی کس و
چې زدکړې يې کړې وې -
3:10 - 3:12دا خبره یقیني وه چې د هغه بچیان به
-
3:12 - 3:17تعلیمونه کوي، د لوڼو په ګډون
-
3:17 - 3:22برسېره پر دې چي طالبان وو او خطرونه وو
-
3:22 - 3:30هغه خپلو بچو ته په تعلیم نه ورکولو کې
زیات خطرونه ليدل -
3:30 - 3:33د طالبانو په وخت کې، زما په یاد دي
-
3:33 - 3:38زه به کله کله له ژونده ډېره ناهيلې شوم
-
3:38 - 3:42او زه به تل ډېره وېرېدم او ما خپل راتلونکى نه لیده
-
3:42 - 3:45ما به غوښتل چي ښوونځی پرېږدم
-
3:45 - 3:49خو، زما پلار
-
3:49 - 3:51هغه به ويل
-
3:51 - 3:53- واوره، زما لورکۍ
-
3:53 - 3:56تا نه د ژوند هر یو څیز ورکېدای شي.
-
3:56 - 4:01ستا پېسې غلا کېداى شي. چې جنګ شي نو
کور پرېښودو ته مجبوره کېداى شې -
4:01 - 4:03خو هغه یو څیز چې تل به له تا سره وي
-
4:03 - 4:07هغه دلته دی
-
4:07 - 4:12او که د ستا د ښوونځي د فیس ورکولو لپاره
موږ د خپلې وینې خرڅولو ته هم اړ شو -
4:12 - 4:15موږ به يې خرڅه کړو
-
4:15 - 4:20نو اوس هم ته نه غواړې تعلیم ته دوام ورکړې؟
-
4:20 - 4:23نن زه دوه ويشت کلنه يم
-
4:23 - 4:26زه په یوه داسې هېواد کې را لویه شوې یم
-
4:26 - 4:29چې د لسیزو اوږدو جګړو تباه کړی دی
-
4:29 - 4:34زما په همځولو کې تر شپږ فيصده کمې جینکۍ
تر عالي لیسې وړاندې نه دي تللې -
4:34 - 4:37او که زما کورنۍ پر تعلیم کلکه نه واى درېدلې
-
4:37 - 4:39زه به اوس د هغوى په شان وم
-
4:39 - 4:45خو برعکس، زه دلته د ميډلبري کالج
د فارغې په توګه په ویاړ ولاړه یم -
4:45 - 4:55(د ستاينې چکچکې)
-
4:55 - 4:58زه چې افغانستان ته ستنه شوم
-
4:58 - 5:02زما نیکه، هغه سړی چې د خپلو لوڼو د تعلیم يافته کولو
په جرم له خپل کوره شړل شوی و -
5:02 - 5:06لومړى کس و، چې ما ته يې مبارکي وويله
-
5:06 - 5:08هغه نه یواځې زما د کالج ډګري په وياړ وستايله
-
5:08 - 5:10بلکې دا هم چې زه لومړۍ جینۍ وم
چې داسې ډګري مي اخيستې -
5:10 - 5:12او دا هم چې زه لومړۍ جینۍ یم چې
-
5:12 - 5:16هغه مي د کابل په کوڅو کې
په موټر کې وګرځاوه، چې ما چلاوه -
5:16 - 5:21(د ستاينې چکچې)
-
5:21 - 5:24زما کورنۍ پر ما باور لري
-
5:24 - 5:29زه لوی خوبونه وینم، خو زما کورنۍ
زما لپاره تر ما هم ستر خوبونه ویني -
5:29 - 5:33ځکه خو د ۱۰×۱۰ لپاره نړېواله سفیره یم
-
5:33 - 5:36چې د ښځو د تعلیم لپاره نړېواله مبارزه ده
-
5:36 - 5:38ځکه خو ما د (سولې) بنسټ کښېښود
-
5:38 - 5:41چې په افغانستان کې لومړنى او شاید یواځینى
د جینکو ښوونځی دی -
5:41 - 5:43چې استوګنځای هم لري
-
5:43 - 5:48په داسې يوه هېواد کې چې اوس هم
د جینکو د زدکړو لپاره خوندي نه دی -
5:48 - 5:52ډېره خوشالوونکې خبره دا ده چې زه
پخپل ښوونځي کې داسې زده کوونکې وینم -
5:52 - 5:58چې په ډېر همت سره له هرې موقعې ګټه اخلي
-
5:58 - 6:01او زه د هغوى ميندې پلرونه وینم
-
6:01 - 6:05په خاصه توګه پلرونه، چې زما د پلار په شان
-
6:05 - 6:14پر سختو مخالفتونو برسېره، د خپلو لوڼو ملاتړ کوي
-
6:14 - 6:17د مثال په توګه احمد: دا د هغه اصل نوم نه دی
-
6:17 - 6:19او زه نه شم کولای د هغه څېره تاسو ته وښيم
-
6:19 - 6:23خو احمد زما د يوې شاګردې پلار دی
-
6:23 - 6:27تر یوې میاشتې کم وخت مخکې، دوى
-
6:27 - 6:30له (سوله) ښوونځي خپل کلي ته روان وو
-
6:30 - 6:37او د سړک پر غاړه له ښخ شوي بم نه
-
6:37 - 6:42یو څو مينټه لرې وو، چې هغه و چاودېد
-
6:42 - 6:45احمد چي کور ته ورسېد، ټيليفون ورته راغی
-
6:45 - 6:48يو کس غږېده، چې هغه ته يې اخطار ورکاوه
-
6:48 - 6:51چې که خپله لور يې بیا ښوونځي ته واستوله
-
6:51 - 6:54نو دوى به بل برید پرې وکړي
-
6:54 - 6:58هغه ورته وويل: "که غواړې، اوس مې و وژنه
-
6:58 - 7:02خو زه د خپلې لور راتلونکى نه شم خرابولاى
-
7:02 - 7:06ستاسو په زړو او تيارو فکرونو
-
7:06 - 7:09د افغانستان په اړه چي زه پوهه شوې یم
هغه څه دي چي -
7:09 - 7:12په غرب کې اکثر له پامه غورځول کیږي
-
7:12 - 7:16په موږ کې اکثره جینکۍ چې بریالۍ شوې
دا د پلرونو برکت دي -
7:16 - 7:23ځکه پلرونه دا مني، چي لوڼې هم قدر لري
-
7:23 - 7:28او د هغوي بریا خپله بریا ګڼي
-
7:28 - 7:31زه دا نه وايم چې زموږ ميندې
زموږ په بریا کې هېڅ رول نه لري -
7:31 - 7:36په حقیقت، اکثر ميندې وي چې د لور د ځلانده اینده لپاره
-
7:36 - 7:39لومړۍ خبره وړاندې کوي او په نورو يې مني
-
7:39 - 7:43خو د افغانستان په شان يوه ټولنه کې
-
7:43 - 7:46موږ بايد د سړيو ملاتړ و لرو
-
7:46 - 7:50د طالبانو په حکومت کې
ښوونځو ته د تلونکو جینکو شمېر -
7:50 - 7:52په سلګونو وو
-
7:52 - 7:54په یاد ولرئ، د جینکو زدکړې غيرقانوني وې
-
7:54 - 7:59خو نن، په افغانستان کې تر درې میلیونه زیاتې
جینکۍ په ښوونځیو کې دي -
7:59 - 8:07(چکچکې)
-
8:07 - 8:13افغانستان دلته له امریکې ډېر بل ډول ښکاري
-
8:13 - 8:18زه اورم، امریکایان دا بدلونونه کلک نه ګڼي
-
8:18 - 8:21زه وېرېږم چې دا بدلونونه به
د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته -
8:21 - 8:25زیات وخت دوام و نه لري
-
8:25 - 8:29خو کله چې زه بيرته افغانستان ته لاړه شم
-
8:29 - 8:34کله چي د خپل ښوونځي زده کوونکې ووینم
-
8:34 - 8:36او د هغوى ميندې پلرونه چې د هغوى ملاتړ کوي
-
8:36 - 8:41هغوى ته حوصله ورکوي، نو يو هيله من سباوون
-
8:41 - 8:44او دوام لرونکي بدلونونه وینم
-
8:44 - 8:53زما لپاره افغانستان له هیلو او
لامحدوده امکاناتو ډک هېواد دی -
8:53 - 8:56او هره ورځ
-
8:56 - 8:59د (سوله) ښوونځي جینکۍ ما ته دا خبره کوي
-
8:59 - 9:03چې زما غوندې هغوى هم لوی خوبونه ویني
-
9:03 - 9:04مننه.
-
9:04 - 9:15(د ستاينې چکچکې)
- Title:
- د افغانو جینکو د باسواده کولو جرئت
- Speaker:
- شبانه بسيج راسخ
- Description:
-
د داسې یوه هېواد په اړه تصور وکړئ، چې حینکۍ پکې ښوونځیو ته په غلا ځي او که پر زدکړو ونیول شي نو له خطرناکو پایلو سره مخامخیږي. دا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان و او د هغه خطرناک وخت اثار اوس هم شته. دوه ويشت (٢٢) کلنه شبانه بسیج راسخ په افغانستان کې د جینکو یو ښوونځی چلوي. هغه په دې ډېره خوشالېږي، چي یوه کورنۍ د خپلو لوڼو په اړه د پرېکړې توان لري او پر هغوى باور کوي او د یوه داسې زړور پلار کیسه هم کوي چې څنګه د سيمې د ګواښونو په وړاندې کلک و درېد.
- Video Language:
- English
- Team:
closed TED
- Project:
- TEDTalks
- Duration:
- 09:36
![]() |
TED Translators admin approved Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls | |
![]() |
TED Translators admin accepted Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls | |
![]() |
Amaranta Heredia Jaén edited Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls | |
![]() |
Amaranta Heredia Jaén edited Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls | |
![]() |
Amaranta Heredia Jaén edited Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls | |
![]() |
Amaranta Heredia Jaén approved Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls | |
![]() |
Amaranta Heredia Jaén rejected Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls | |
![]() |
Karim Barakwal edited Pashto subtitles for Dare to educate Afghan girls |